د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، د ياد پلان پر بنسټ، دغو ماشومانو ته د ښوونیزو خدمتونو پر وړاندې کولو سربېره به، ۱۸ زره او ۵۰۵ سیمهییز ټولګي جوړ او په پایله کې به یې ۵۰۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د اوبو رسونې سيستم، د څښاک صحي اوبه چمتول کول، د ښوونځيو لپاره د عصري تشنابونو جوړول او همدارنګه په ۱۲۵۰ ښوونځيو کې له ۶۲۵ زره څخه ډېرو زده کوونکو ته د روغتیایي کڅوړو وېشنه د هغه هوکړه لیک برخې دي چې په روان کال کې به د یونسف موسیسې له لوري پلي شي.
د پوهنې وزارت وزیر رنګینې حمیدي هم د پوهنې اونۍ په غونډه کې ډاډ څرګند کړ چې تر دې وروسته به هغو نجونو ته چې ښوونځیو ته نشي تللي، د «سي بي اې» پروګرام له لارې زده کړې برابرې کړي.
د زده کړو لپاره دا هڅې پر داسې مهال ترسره کېږي چې د معلوماتو له مخې، اوس هم په کلیوالي سیمو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ګڼې نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې دي.


