خلیلزاد د مصالحې شورا له غړو سره کتلي

د ملي مصالحې شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر پرون ناوخته د مصالحې شورا له غړو سره وکتل.