خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوې کتنه کې د هېواد پر امنیتي حالت، د استانبول پر کنفرانس، د سولې د هڅو پر ملاتړ او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خبرې وشوې.
بلخوا، په کابل کې د امریکا له سفارت څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې پر حل ټینګار شوی.
سرچینې د خلیلزاد له خولې لیکلي، نړیوال او سیمهییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له لارې خپلو هدفونو ته ورسېږي.
خلیلزاد تېره ورځ له جمهور رییس محمد اشرف غني سره هم کتلي وو او د ارګ د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې د سولې پر مسایلو خبرې وشوې.
خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته راغلی چې ټاکل شوې تر کوچني اختر وروسته د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې ناسته وشي چې دې ناستې ته طالبان او حکومتي مشران بلل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


