ads

جمهور رییس: تر دې وروسته به ملي تصامیم دولت او ولس نیسي

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د پوهنې اونۍ په غونډه کې سولې ته د حکومت د ژمنتیا خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې اوسمهال افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پوره زمینه برابره کړې ده.

محمدخان بریال
14 غویی 1400
جمهور رییس: تر دې وروسته به ملي تصامیم دولت او ولس نیسي

د جمهور رییس په وینا، سوله د ټولو افغانانو بنسټیز حق دی او په خبره یې، طالبان باید پر دې پوه شي چې د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته ملي تصمیمونه یوازې دولت او افغان ولس نیولی شي.
ده څرګنده کړه چې افغان ولس سوله غواړي او زیاتوي، هغه کسان چې سوله نه غواړي، حکومت د هغوی پر وړاندې بشپړ چمتوالی لري.
جمهور رییس پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څلور ورځې وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتلو لړۍ پیل شوه او ټاکل شوې چې د امریکا او ناټو د نوې پرېکړې له مخې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA