ads

پاکستان کې د کورونا ویروس له کبله تازه ۷۹ کسان مړه شوي

د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له دې وبا څخه د مړه شویو کسانو شمېر ۱۸زره او ۱۴۹ تنو  ته رسېدلی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا له ۸ سوه زره څخه اوښتی دی. د پاکستان حکومت د کورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو لپاره له افغانستانه […]

نویسنده: shams
13 غویی 1400
پاکستان کې د کورونا ویروس له کبله تازه ۷۹ کسان مړه شوي

د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له دې وبا څخه د مړه شویو کسانو شمېر ۱۸زره او ۱۴۹ تنو  ته رسېدلی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا له ۸ سوه زره څخه اوښتی دی.

د پاکستان حکومت د کورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو لپاره له افغانستانه او ایران سره د مسافرو پر تګ راتګ لنډ مهاله بندیزونه وضعه کړي دي.

 او ددې لپاره په لنډ مهاله توګه له افغانستان او ایران سره خپلې دروازې بندوي.

د پاکستان حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دغه بندیزونه به د مې میاشتې له ۵مې نېټې څخه پیل شي او د همدې میاشتې (مئې) تر ۱۹مې نېټې پورې دوام ولري.

پاکستان حکومت له مسافرو غوښتي چې په دغو دوو ورځو کې خپلو هېوادونو ته ستانه شي او هغه کسان چې دکورونا علایم ولري؛ نو تر قرنطین وروسته به هېواد ته پرېښودل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA