ads

خوست کې د بې وزلو لاسنیوی ډېر شوی

په خوست ولایت کې د یو شمېر مدني ټولنو، فعالو ځوانانو او خیریه بنسټونو له لوري د روژې په میاشت کې د نا چارو، یتیمانو او بې وزلو لاسنیوی او همکاري ډېره شوې ده.

بختاجان بختیار
13 غویی 1400
خوست کې د بې وزلو لاسنیوی ډېر شوی

دولتي مسولینو که څه هم پدې میاشت کې د بې وزلو سره د مرستې په پار د ملي دسترخوان له پروګرام پرته نور څه نه دي کړي، خو هغه ټولنې او ځوانان ستايي چې د ناچارو د ډوډۍ غم خوري.

افغانستان هغه هیواد چې تیرو څو لسیزو روانو جګړو یې بې شمیر کورنۍ بې سرپرسته او اوس د یوې ګولۍ ډوډۍ د پیدا کېدو په ارمان دي.

که څه هم پدې وروستیو دوو لسیزو جګړه کې افغان دولت ددې بې وزلو د لاسنیوی په پار ترخپلې وسې کمه اندازه ددوی لاسنوی کړی خو د روانې جګړې له کبله د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه لا هم مخ په بره روانه ده.

د همدې بې وزلۍ کچې د راکمېدو او دناچارو د ماښام ډوډۍ پیدا کېدو په پار د هیواد د یوشمیر نورو ولایتونو ترڅنګ خوست کې هم یو شمیر ټولنو، ځوانانو او په بهرکې میشتو افغانانو د مرستې راټولولو لړۍ پیل کړې او دا چاره په روژه کې لا ګرمه شوې ده.

دې کار د یو شمیر هغو بې سرپرسته کورنۍ وضعیت را کابو کړ، چې نارینه یې روانې جګړې او نورو لاملونو ورنه اخیستي وي.

پدې مرسته کوونکو بنسټونوکې یو شمیر یې دوامداره خو ځينې یې موسمې دي.

خوست کې  د منګلو په نوم ټولنې د روژې پدې میاشت کې دمیلیونونه افغانیو په ارزښت شاوخوا پنځوسوو بې ورلو کورنیو لاسنیوی کړی.

ددې ټولنې مشر طاهرجان خیال وایي کومې پیسې چې له تجارو، پیسدارو او نور مالدارو راټولوي، په شفاف ډول یې ویشي او پرې بې وزلو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي اخلي:

(( زه د ټولنې په راس کې یم موږ ټولې مرستې په شفاف ډول راټولوو او تربې وزلو، یتیمانو او معلولینو یې ویشو چې دې لپاره موږ قطعه ګورۍ جوړې کړې دي.))

په ورته مهال د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی  د نجیب واثق په نوم یو ځوان  پدې خاطر په ستاینلیک ورکولو نازوي چې په امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو کې د میشتو افغانانو له لوري ورته رسیدونکي پیسې په شفاف ډول پر بې وزلو ویشي:

خوست والي تورن جنرال مهمند کتوازی: (( زه مننه کوم له داسې ځوانانو، تجارانو او په بهرکې میشتو خوستوالو څخه چې په رښتیني د بې وزلو او ناجارو لاسنیوی کوي.))

نجیب واثق ژمنه کوي چې په پوره ژمنتیا به د خپلو خلکو په ځانګړي دول د ناچارو لاسنوی کوي:

(( زه ژمنه کوم چې انشاءالله خپلو خلکو او خاورې ته به په پوره ژمنتیا خدمت کوم.))

مرسته ترلاسه کوونکي هم خوښي ښکاره کوي چې ددوی لاسنیوی کیږي، خو په ورته مهال پر نورو تجارانو او مالدارو غږ کوي چې د خیریه بنسټونو او ژمنو ټولنو سره د مرستې لړۍ جاري وساتي ترڅو مستحقو ناچارو ته ورسیږي:

مرسته ترلاسه کوونکي: (( موږ ډير خوښ یو دا که ډيره مرسته وي او که کمه وي خو موږ ډیر ترې خوښ یو، خدای ج دې توفیق ورکړي.))

بل مرسته ترلاسه کوونکی: (( موږ سره یې نورو وختونو هم کمک کړی او بیا هم غوښتنه کوو چې مالداره او وسیان دې زموږ حال وګوري او مرستې دې راسره وکړي.))

که څه هم دې بنسټونو ټولنو د ډيرو ناچارو د ماښام نغاری ګرم ساتلی خو ځينې خلک بیا په یو شمیر بنسټونو نیوکې کوې، چې ګني دخلکو سره د مرستې هسې نمایش ترسره کوي، او په هغه چا یې ویشي چې یایې خپلوان دي او یا دمرستې مستحق نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA