ads

ویلسون: په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسون وایي، په  تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان رسنیو او خبریالانو د پام وړ پرمختګ کړی.

شمس الرحمن شمس
13 غویی 1400
ویلسون: په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې امریکا متحده ایالت له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ژورنالېستانو د روزلو لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

ویلسون د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت له افغانانو غوښتي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې او په ځانګړې توګه د رسنیو ودې ته پاملرنه وکړي.

راس ویلسون همدارنګه افغان خبریالان وړ، تېز او باستعداد یاد کړي دي او ویلي دي چې دوی خپل چارواکي محاسبه کوي او حقایق ولس ته وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې میاشتې درېیمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده چې دا ورځ په ټوله نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ په هدف لمانځ کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA