د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، دغه سرتېری فرهاد نومېږي چې څه موده وړاندې یې په جګړه کې خپل همسنګره ملګري له لاسه ورکړل او له هغې پېښې وروسته نوموړي ته رواني تکلیف پیدا شو.
د نوموړي په خبره تېره ورځ د ملي دفاع وزارت او ولایت مقام رهبرۍ لخوا یو ګډ پلاوی د یاد سرتېري کور ته ورغلی او د یاد سرتیري له کورنۍ سره د مرستې تر څنګ ډاډ ورکړ چې نوموړی سرتیری به ډېر ژر د لا ښې درملنې لپاره مرکز کابل ته انتقال کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

