د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې فاطمه مورچل کلید ته وویل، په دې کتنه کې جمهور رییس غني د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.
د معلوماتو له مخې خلیلزاد به د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره هم د سولې په تړاو ناستې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي او هغوی سره یې هم د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.
زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی تر بل هر وخت زور اخیستی او دواړه خواوو ته د مرګ ژوبلې راوپورونه ورکول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

