ads

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

دفاع وزارت د هېواد په ۸ ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
13 غویی 1400
دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي
افغان ځواکونه/ هلمند

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د هېواد په ۸ ولایتونو کې عملیات ترسره کړي دي چې د دغه عملیاتو په پایله کې ۱۲۰ تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۶۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۵۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي دغه مرګ ژوبله د هېواد په غزني، بدخشان، هرات، فراه، لغمان، غزني، زابل، او بلخ ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

تر  اوسه وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA