ads

خلیلزاد د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تاشکند کې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامیلوف سره لیدلي او د افغان سولې په اړه ورسره غږېدلی دی.

شمس الرحمن شمس
13 غویی 1400
خلیلزاد د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی

دواړو لوریو ټینګار کړی ټولې خواوې باید د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر اړخیز سیاسي حل لپاره سمدستي پرمختګ وکړي تر روان تاوتریخوالی پای ومومي.

خلیلزاد پر خپله ټوېټر پانه د دغه خبر پخلی کړی دی.

په ورته مهال یو شمېر سرچېنې وایي چې زلمي خلیلزاد په تاشکند کې مارشال عبدالرشید دوستم سره هم لیدلي او له هغه سره یې استانبول ناستې په تړاو خبرې کړې دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په دې ورستیو کې د افغان سولې لپاره یو ځل بیا هڅې پیل شوې دي تر څو طالبان یو ځل بیا د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA