نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاویو سره د لیدنې پرمهال کړې ده.
جمهور رییس غني ویلي، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتل د ملي، سیمه ییزو او بین المللي پالیسیو د بیاکتنې فرصت برابر کړی او باید په راتلونکو دوو کلونو کې د ځان بسیاینې لپاره یوه واضح طرحه ولرو.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جمهور رییس جوبایډن د پرېکړې له مخې د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او ټاکل شوې د سیپټمبر تر ۱۱مې نېتې پورې به دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

