ads

کونړ کې ګڼ شمېر خلکو د یو لاریون پرمهال په هیواد کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل

لاریونوالو نن سهار د کونړ په مرکز اسداباد کې د لوګر او دهیواد نورې وروستۍ خونړۍ پیښې په کلکو ټکو وغندلې او د جګړې له ښکیلو خواو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

جان اغا صالح
12 غویی 1400
کونړ کې ګڼ شمېر خلکو د یو لاریون پرمهال په هیواد کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل

دوی د وسله والو طالبانو له لوري په روژه کې د ځینو بریدونو ترسره کول غیرې اسلامي او غیر انساني عمل یاد کړ.

د کونړ په مرکز اسداباد کې د یک شنبې په سهار ګڼ شمیر خلکو د یوه لاریون پر مهال لوګر او د هیواد په نورو سیمو کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل، چې ګڼ شمیر بې ګناه خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

لاریون کوونکو د روژې په مبارکه میاشت کې یې دغه ‌ډول بریدونه د اسلام او انسانیت د دښمنانو کړنه یاده کړه.

په دغه لاریون کې د ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سربیره ګڼ شمیر هغو معلولینو هم ګډون کړی و چې په هیواد کې د روانې جګړې له امله یې دبدن خواږه غړي له لاسه ورکړي.

«مونږ په هیواد کې په دې ورستیو کې ترسره شوي بریدونه غندو او په خاص ډول څو ورځې وړاندې په لوګر کې چې زیات شمیر بې ګناه خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته؛ که هر څوک ترهګریز بریدونه کوي هغه وسله وال طالبان دي، داعش دی او که نورې ډلې دي مونږ یې د داشان کړونو غندنه کوو او غوښتنه ورڅخه کوو، چې نور دې د بې ګناه خلکو له وژلو لاس واخلي او اوربند دې وکړي.»

لاریونوالو په وسله الو طالبانو غږ وکړ چې افغان وژنه ودروي او دتل پاتې سولې په موخه دې د روغې جوړې مخامخ خبرې بیا پیل کړي او دواړه لوري دې ژر تر ژره پر یوه دایمي اوربند او سرتاسري سولې سلا وکړي.

د لاریون ګډونوال مولوي ضیاالرحمان الله یار پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې درېدلې خبرې دې ژر تر ژره پیل کړي.

نوموړی په  هیواد کې پیل شوې جګړه د نور په لمسون بولي او له ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې د نور ګټو لپاره دې خپل ځانونه نه قرباني کوي.

«هیواد کې چې کومه جګړه پیل شوې دا ټوله د بهرنیانو خپلې معاملې دي او تلفات په کې زمونږ افغانان ورکوي، دا جګړه د نور ده او پر مونږ تپل شوې نو له ښکیلو خواوو غوښتنه کوو چې نوره دې جګړه نه کوي او سوله دې وکړي ځکه اوس د سولې لپآره ټول شرایط برابر دي نو جګړه د څه لپاره؟»

د لاریونوالو په خبره په افغان خاوره کې روانه جګړه هیڅ دیني  توجیه نه لري او هغوی چې  دجګړې دوام غواړي د پردیو استخباراتي موخو لپاره یې دبې ګنا افغانانو وژنې او ویني تویونې ته  مټې رابډوهلي دي.

کونړ کې دا لاریون داسې مهال ترسره کیږي، چې د تیرې جمعې په ماښام د لوګر په مرکز پل عالم کې یو موټر بم چاودنې له سلو ډیرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړله چې ډیری یې د کانکور ازموینې ګډونوال وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA