نوموړی وایي دغه لوبې چې څلور ورځې یې دوام وکړ، پکې ۵۶ لوبغاړو برخه اخېستې وه.
وروستۍ لوبه د صالح محمد محمدي او رییس خان سنزي ترمنځ وشوه، چې صالح محمد محمدي پکې بریا خپله کړه او د یادو لوبو د اتلولۍ جام وګاټه.
مجیب قاري زاده وایي، د دغو سیالیو هدف د سنوکر ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پیدا کول وو، چې په روانو سیالیو کې یو شمېر لوبغاړي هم پکې په نښه شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ