ads

«د تېرې شپې په اورلګېدنه کې کابو ۲۰۰ ټانکرونه سوځېدلي»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، د کابل په ۱۷مه ناحيه کې د تېرې شپې د اور لګېدنې له امله د ګازو، نفتو او خوراکي توکو شاوخوا ۲۰۰ ټانکرونه او موټر سوځېدلي چې سوداګرو ته یې شاوخوا ۲۰ ميليون ډالر زيان رسولی دی.

منصور یوسفزی
12 غویی 1400
«د تېرې شپې په اورلګېدنه کې کابو ۲۰۰ ټانکرونه سوځېدلي»

دوی خبرداری ورکوي، که حکومت یې ستونزې حل نه‌کړي؛ نو کار بندیز به اعلان کړي او د نفت او ګازو واردات به هم ودروي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس توکل احمدیار د يک‌شنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، د کابل ښار په ۱۷مه ناحيه کې د رامنځ‌ته شوې اور لګېدنې له امله شاوخوا ۲۰۰ ټانکرونه سوځېدلي او سوداګرو ته شاوخوا ۲۰ ميليون ډالر زيان رسېدلی دی.

نوموړی زياتوي، د کابل په څلورو دروازو کې د سوداګرو موټر ودرول کېږي او په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخیستل کېږي.

دی خبرداری ورکوي، که ستونزې یې حل نه‌شي، نو کار بندیز اعلانوي او ترڅنګ یې او د نفتو کاروبار به هم ودروي.

احمديار وويل:

«حکومت بايد زموږ ستونزې حل کړي، که نه موږ به د نفتو کاروبار په ټپه ودروو او کار بندیز به اعلان کړو، تر دې مخکې هم په اسلام‌کلا بندر کې د رامنځ‌ته شوې اور لګېدنې له امله څېړنې شوې وې، خو پايلې یې له موږ سره شريکې نه‌شوې، زموږ موټر په بېلابېلو ګمرکونو او د کابل په څلورو دروازو کې ودرول کېږي او له سوداګرو په بېلابېلو پلمو پيسې اخیستل کېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزی بيا وايي، په تېر يو کال کې سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان رسېدلی او حکومت بايد د دوی امنيت خوندي کړي.

دی ټينګار کوي، سوداګرو ته رسېدلي زيانونه بايد جبران شي او روان وضعيت نور سوداګرو ته د منلو نه‌دی.

الکوزي له جمهور رییس څخه غوښتنه وکړه چې په روانه اوونۍ کې دې له سوداګرو سره اضطراري وکړي او دوی ستونزې دې واوري.

هغه وويل:

«وضعيت د سوداګرو لپاره خراب دی، يوازې په تېر يو کال کې دوی ته ميليونونه ډالر زيان رسېدلی دی، حکومت بايد د دوی امنيت ټينګښت لپاره کار وکړي، دا وضعيت نور خصوصي سکټور لپاره د زغملو نه‌دی، حکومت بايد سوداګرو ته رسېدلي زيانونه جبران کړي.»

يو شمېر سوداګر چې د کابل په ۱۷ناحيه کې د رامنځ‌ته شوې اور لګېدنې له امله یې موټر سوځيدلي وايي، دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په بېلابېلو ځاينونو کې په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخیستل کېږي او موټرونه یې ودرول کېږي.

دوی زياتوي، د يادې ستونزې د حل لپاره یې بېلابېل ځاينونو ته مراجعه کړې، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی:

«موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يوو، ناامني، اخاذي، رشوت او ورته نور مسايل هغه څه دي چې موږ ورسره لاس او ګرېوان يوو، په هر ځای کې زموږ موټر ودرول کېږي او په مختلفو پلمو له موږ څخه پیسې اخیستل کېږي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند احمد فواد احمدي بيا له کليد سره د خبرو پر مهال وويل، سوداګرو لپاره د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ستونزه شتون نه‌لري.

دی زياتوي، انتقالات، واردات او صادرات په ډېر سهوليت سره ترسره کېږي.

احمدي وويل:

«تر اوسه پورې موږ داسې شکايت نه‌دی راغلی چې د سوداګرو موټر دې ودرول شوی وي، د دوی لپاره د انتقالاتو په برخه کې سهولتونه شته دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه موجود نه‌ده.»

د سوداګرو د معلوماتو پر نیسټ د شنبې شپې په اور لګېدنه کې د ګاز او نفتو ټانکرونو په ګډون د خوراکي توکو موټرونه هم سوځېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې د هرات په اسلام کلا بندر کې د اور لګېدنې له امله بيا ۱۲۵۴ ټانکرونه او کانتینرونه وسوځېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA