ads

ارزګان کې چارواکي: له جګړو بېځايه شوي سخت بد وضيعت زغمي

په ارزګان کې د سولې  تر دغه عنوان لاندې ۵۰ جګړه ځپلو کورنيو سره د يوه ملي سوداګر لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې. د مرستو وېش پرمهال د ارزګان مرستيال والي نقيب الله عرفاني وويل په ارزګان کې د روانو جګړو له امله ملکي کسان سخت بد وضيعت زغمي. نوموړی وايي د ارزګان د […]

نویسنده: shams
12 غویی 1400
ارزګان کې چارواکي: له جګړو بېځايه شوي سخت بد وضيعت زغمي

په ارزګان کې د سولې  تر دغه عنوان لاندې ۵۰ جګړه ځپلو کورنيو سره د يوه ملي سوداګر لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د مرستو وېش پرمهال د ارزګان مرستيال والي نقيب الله عرفاني وويل په ارزګان کې د روانو جګړو له امله ملکي کسان سخت بد وضيعت زغمي.

نوموړی وايي د ارزګان د اوسېدونکو زيات برخه د جګړو له وېرې له خپلو سيمو څخه وتلي دي چې دا مهال د خوړو د نه شتون او د نورو اسانتياوو څخه بې برخې دي.

هغه پر وسله والو طالبانو د جګړي دريدو او پر مرستندويه ارګانونو يې ږغ وکړي چې ددغه ولايت بیځايه سوه ته دي پاملرنه وکړي.

د نقيب الله عرفانيوایي: «د ارزګان د ولسواليو او مرکز څخه د جګړو له امله زيات کسان بېځايه شوي دي او زه داسې فکر کومه چې ارزګان کې به داسي څوک پاتې نه وي چې د خپلو سيمو څخه نه وي وتلي؛ که جګړې دوام وکړي حالت به نور هم د ملکي خلکو لپاره خراب شي»

په ورته وخت کې د کندهار يوه ملي سوداګر ارزګان کې د ۵۰ هغو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره کړې چې د کورنۍ غړي يې په جګړه کې وژل شوي وو.

په ارزګان کې د يادو مرستو ولایتي مسول نجيب الله لطیف وايي ددغو مرستو ترسره کېدو څخه يې هدف د جګړې درېدل وه.

نجيب لطیف هم له مرستندويه ارګانونو وغوښتل چې جګړه بس کړي.

«دغه مرستې د يوه ملي تجار لخوا ترسره شوي دي موږ د دغو مرستو څخه اصلي موخه دا وه چې جګړې ته نه ووايو او د سولې لار خپله کړو غوښتنه کوو چې په ارزګان کې جګړو زيات کسان د لوږې سره مخ کړي دي او باید ورسره مرستې وشي»

بېځايه شوي وايي دغه ډول مرستو ته اړتيا لري او غوښتنه کوي چې حکومت او مرستنديه ټولنې په دوامدار ډول له دوی سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې وکړي.

دوی وايي؛ که مرستې ورسره ونه شي په سختو ستونزو کې به پاتې شي.

ملا مولاداد او قمرګل وایي: «موږ زياتو مرستو ته اړتيا درلوده اوس يې دغه خوراکي توکي راکړي دي چې تر يوه وخت به زموږ بسنه وکړي؛ خو د دغه ډول دوامداره مرستو غوښتنه کوو»

د ارزګان ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم خلک له خپلو سېمو بېځايه شوي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA