ads

احمد ولي هوتک دا ځل له فرانسوي سیال سره مخ کېږي

د آزادو سیالیو مخکښ افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک د مې پر ١٤مه نېټه له فرانسوي سیال نائیب اعزام سره مخ کېږي.

شمس الرحمن شمس
12 غویی 1400
احمد ولي هوتک دا ځل له فرانسوي سیال سره مخ کېږي

د احمد ولي هوتک پر فیسبوک پاڼه لیکل شوي دي چې سیال یې څلوېښت رسمي لوبې د اروپا په مشهورو سازمانونو کې ترسره کړي دي.

نوموړي ویلي، د لوبې لپاره یې سخت تمرینات دوام لري او هڅه کوي چې له خپل سیال سره په زړه پورې سیالي وکړي، تر څو د افغانستان لپاره بریا خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې احمد ولي هوتک تر دې وړاندې په کابل کې له خپل برازیلي سیال سره لوبه وکړه او نوموړي ته یې په دوهم راونډ کې ماتې ورکړه او لوبه یې په خپل نوم کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA