د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي، یو شمېر وسلوالو تېره شپه د قومي مشر اکبر باچا پر کور برید کړی، چې د برید په ترڅ کې نوموړی وژل شوی او بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د نوموړي په خبره د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

