ads

په ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې شپږ تنه غړي وژل شوي

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي په ننګرهار ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د سرې قطعې د شپږو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
12 غویی 1400
په ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې شپږ تنه غړي وژل شوي

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ویاند مرستیال سید مقصود صاحبزاده وایي، تېره شپه وسلوالو طالبانو د سره رود ولسوالۍ د غازي بابا په سیمه کې پر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول.

د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې شپږ تنه د سرې قطعې غړي وژل شوي دي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

دی  زیاتوي چې د یادو بریدونو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شويدي.

تر اوسه وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA