ads

د کابل په شمالي دروازه کې اورلګېدنې اووه تنه وژلي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل شکردرې ولسوالۍ اړوند د کاریزمیر سیمه کې د تېلو د یوه ټانکر د اور لګېدنې له کبله ۷ تنو ژوند بایللی او ۱۴ تنه نور زخمیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
12 غویی 1400
د کابل په شمالي دروازه کې اورلګېدنې اووه تنه وژلي

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، پېښه تېر ماخوستن تر نهو بجو وړاندې رامنځته شوې ده چې له کبله یې لسګونه ټانکر سوځېدلي.

د طارق ارین په خبره تر اوسه معلومه نه ده چې اور لګېدنې لامل څه شی و، خو په وینا یې څېړنې پیل شوې دي، چې وروسته به یې جزییات له رسنیو سره شریک شي.

په ورته مهال د برېښنا شرکت د دغې پېښې له کبله د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د قطعه کېدو خبر ورکړی دی او  وایي، تخنیکي ډله لګیا ده ترڅو ژر د برېښنا پرې شوي مزي وصل کړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA