له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهور رییس غني د مصالحې عالي شورا له مرستیال عزیز الله دین محمد، د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق او ملي سوداګر محمد اسماعیل غضنفر سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي په دغو کتنو کې جمهوررییس غني د دوی سلا مشورې اورېدلې دي او د سولې په پروسه کې د راتلونکو ګامونو په اړه یې خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي په لیدنه کې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره د ملي اجماع پر ځواکمنتیا هم بحث او ټینګار شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

