ads

په ارزګان کې د اوبو یو چیک‌ډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په ارزګان کې د اوبو د مهار کولو په هدف د ۱۳،۹ ميليونه افغانيو په ارزښت يو چيک ډم جوړه او د شنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

احسان الله ولسمل
11 غویی 1400
په ارزګان کې د اوبو یو چیک‌ډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن د یاد چیک ډم د پرانیستې پرمهال وویل، د دغه چیک ډم د جوړولو موخه د باران او سېلابونو د اوبو ذخيره کول دي.
نوړي وايي، په دې پروژه کې د پنځو کاریزونو اویوې ویالې پاکول هم شامل دي چې د پنځو میاشتو په موده کې يې کارونه بشپړ شول.
شېرزاد زیاتوي، د اوبو ياد ډم د ۱۰۰زره ملي متره اوبو ذخيره کولو ظرفیت لري او په خبره یې، دغلته به ورسره وچ کاریزونه بیرته اباد شي.
«په دې پروژه کې پنځه کاريزونه او يوه وياله هم شامل وو، د ۱۳ميلیونه او نهه لکه افغانيو په ارزښت جوړه شوي دي، مالي لګښت يې (WFP  ) له خوا ورکول کېږي، هيله ده په راتلونکي کې هم دغه ډول پروژې پلې شي.»
پر همدې مهال په سیمه کې مېشت خلک بیا د حکومت د داسې پروژو پلي کېدو هرکلی کوي.
د يادي سيمي خلک وايي، د اوبو په ذخيره کولو سره به په سيمه کې د اوبو سطحه لوړه شي او خلک په په اسانۍ اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.
«تر دغه چيک ډم ډېر شمېر کاريزونه لاندي دي، د دغه کار لپاره ټول خلک خوشحاله دي. کور يې د حکومت ودان چې دغه ډول پروژې يې پلي کړي دي، له دولت څخه غواړو چې نور هم زموږ په حال کې فکر وکړي»
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د درېیو نورو سترو بندونو جوړېدو چارې په پیلېدو دي او خلک ورته ډېر خوښ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA