د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې پر کورونا اخته ۱۵ تنه مړه شوي دي.
خو په ورته وخت کې پولیس پر دې توانېدلي چې ۵۰ نور وژغوري.
تر اوسه د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی او په دې برخه کې د هندوستان د امنیتي بنسټونو پلټنې روانې دي.
تر دې وړاندې په ممبیي ښار کې هم د اورلګېدنې له امله ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړل و.