د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېر ماښام اووه بجې د لوګر ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ولایتي روغتون مخې ته موټر بم برید وشو.
د هغه په وینا، وروستۍ شمېرې ښيي چې په دې پېښه کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي، چې په وژل شوو او ټپیانو کې ماشومان، مېرمنې، د کانکور ازموینې ګډونوال او ګڼ نور کسان شامل دي.
دی زیاتوي چې دې چاودنې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي، کورونه، ولایتي روغتون او نورې ادارې یې ویجاړې کړې دي.
د جمهور رییس غني، د مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو نورو دولتي چارواکو دا برید په سختو ټکو غندلی او نه بښونکی جنایت یې بللی دی.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پېښې مسولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.


