په غزني کې د افغان سرتېرو یوې پوستې سقوط کړی

که څه هم د غزني ولایت ځینو سیمه‌ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په ارزو سیمه کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ په نښته کې د افغان ځواکونو یو نظامي بېز سقوط شوی او ۲۵ افغان سرتېري یرغمل شوي دي، خو دفاع وزارت بیا دغه خبر ردوي.