ads

محب: طالبان د بندیانو خوشي کېدو لپاره ناسم ادرس ته تللي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د طالبانو د هغو څرګندونو په تړاو چې د ترویکا پلس هېوادونو له استازو سره د دوی د مشرانو په غونډه کې د پاتې طالب بندیانو پر خلاصون هم بحث شوی وایي، طالبان ناسم ادرس ته تللي دي.

محمدخان بریال
11 غویی 1400
محب: طالبان د بندیانو خوشي کېدو لپاره ناسم ادرس ته تللي

نوموړي د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته دا څرګندونې وکړې.
هغه زیاته کړه، که طالبان د بندیانو خوشي کېدو غوښتنه کوي، حکومت ته دې مراجعه وکړي.
د ده په وینا، هغه ډله چې پر مسجد، ښوونځي او روغتون رحم نه کوي، اړتیا نشته چې له تور لېست څخه دې د یادې ډلې د مشرانو نومونه وایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي چارواکو په خبره، هغه پنځه زره طالب بندیان چي د دوحې د تړون له مخې خوشي شوي، بیرته د جګړو لیکو ته تللي دي.
خو طالبان بیا وایي، ټول خوشي شوي غړي یې پر کور دي او د جګړې په لیکو کې شتون نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA