ads

رویټرز: طالبانو یو کال د بهرنیو سرتېرو د اډو ساتنه کړې؛ خو دا ډله یې نه مني

رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې له یو کال راهیسې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د پوځي اډو ساتنه کړې ده.

محمدخان بریال
11 غویی 1400
رویټرز: طالبانو یو کال د بهرنیو سرتېرو د اډو ساتنه کړې؛ خو دا ډله یې نه مني

د سرچینې په وینا، د طالبانو له خوا د بهرنیو سرتېرو له اډو ساتنه د دوحې د تړون له مخې شوې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب که څه هم په دې اړه بې خبري څرګندوي، خو زیاتوي چې طالبان له هرې شونې لارې ګټه اخلي، څو په دې سره قدرت تر لاسه کړي.
طالبانو بیا دغه خبر رد کړی دی.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر نعیم وایي، هغه اوازې حقیقت نه لري چې ګواګي طالبانو دې د بهرنیو سرتېرو د اډو امنیت خوندي ساتلی وي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوحې له تړون وروسته په افغانستان کې هېڅ بهرنی سرتېری نه دی وژل شوی، خو برعکس د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ درنې جګړې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA