ads

د ترویکا پلس هېوادونو استازو له مرکچي پلاوو سره کتلي

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوې غړې حبیبه سورابي وایي، د سولې مرکچي پلاوي غړو پرون ماښام د متحده ایالاتونو، روسیې، چین او پاکستان له استازو سره په دوحه کې ناسته وکړه.

محمدخان بریال
11 غویی 1400
د ترویکا پلس هېوادونو استازو له مرکچي پلاوو سره کتلي

د هغې په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې پروسه کې د سیمې د هېوادونو د رول په هکله خبرې وشوې.
نوموړې زیاتوي، د ترویکا پلس غړو هېوادونو استازو د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د دغه بهیر د ګړندي کولو غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې طالبان هم د دوی د مشرانو، امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو تر منځ د پنځه اړخیزې ناستې جوړېدو خبر ورکوي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، دا ناسته پرون مازدیګر مهال ترسره شوه چې پکې له تور لېست څخه د طالب مشرانو او غړو د نومونو پر ايستلو، د پاتې بنديانو پر خلاصون، روان وضعيت او د سولې اړوند بحثونه وشول.
هغه زیاتوي، ټولو خواوو اجماع وکړه چې د تور لېست په ختمولو او پای ته رسولو عملي کار پيل شي.
دا کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې له ډېرې مودې راهیسې د سولې مرکچي پلاویو تر منځ کتنه نه ده شوې او په ورته وخت کې تاوتریخوالی هم اوج ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA