د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار مهال د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د لب جر په سیمه کې د اکسیجن یو بالون په موټر کې چاودنه کړې.
د ده په خبره، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د پېښې لامل معلوم نه دی او په دې برخه کې د پولیسو پلټنې روانې دي.
تر دې وړاندې هم په ورته نورو پېښو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.


