ads

القاعده ډلې د امریکا پر وړاندې د جګړې د دوام خبر ورکړی

د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، القاعده ډلې په تازه څرګندونو کې امریکا ته ګواښ کړی چې د دغه هېواد پر وړاندې به جګړې ته دوام ورکوي.

محمدخان بریال
11 غویی 1400
القاعده ډلې د امریکا پر وړاندې د جګړې د دوام خبر ورکړی

د امریکا سي.اېن،اېن ټلویزیون د القاعده ډلې د یوه غړي له قوله دا خبره کړې ده.
د القاعده ډلې دغه غړي زیاته کړې چې امریکا باید نه یوازې له افغانستان، بلکې له ټولو اسلامي هېوادونو څخه خپل سرتېري وباسي.
هغوی ګواښ کړی، که امریکا له اسلامي هېوادونو خپل سرتېري ونه باسي، په ټولو سیمو کې به د هغوی پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړي.
القاعده ډله پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکا او ناټو له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو بهیر پیل کړی دی.
خو اندېښنې دا دي چې که بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، د القاعده او داعش په څېر ډلې به یو ځل بیا سر راپورته کړي، چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ امنیت به له ګواښ سره مخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA