ads

په بغلان کې اووه ملکي وګړي په ډزو وژل شوي

کورنیو چارو وزارت په بغلان کې د وسله والو طالبانو په برید کې د اوو ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا کوي.

محمدخان بریال
10 غویی 1400
په بغلان کې اووه ملکي وګړي په ډزو وژل شوي

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېره شپه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په ولیان دره کې طالبانو پر هغو ملکي وګړو برید کړی چې تر لمانځه وروسته له مسجد څخه بېرون ته راوتلی وو.
د ده په وینا، په دې پېښه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او په خبره یې، په وژل شوو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
ارین زیاتوي، پولیسو په سیمه کې شتون درلود او وسله وال یې هم له منځه وړي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA