ads

نن د افغانستان سولې په اړه په مسکو کې غونډه کېږي

ټاکل شوې چې نن چین، روسیه، امریکا او پاکستان د ترویکا کنفرانس په چوکاټ کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي.

محمدخان بریال
10 غویی 1400
نن د افغانستان سولې په اړه په مسکو کې غونډه کېږي

د افغانستان لپاره د روسیې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.
د سرچېنې په وینا، په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د سولې پر مسله، اوسني امنیتي حالت او ورته نورو مسایلو د څلورو هېوادونو استازي بحث وکړي.
روسیې تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.
تېره کابل هم په مسکو کې ورته غونډه جوړه شوې وه.
په هغه کنفرانس کې د افغان سولې خبرو پر چټکېدو، د دوحې د خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک او له ترهګرۍ څخه پر پاک افغانستان بحث او خبرې شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA