په دې طرحه کې راغلي چې د سولې تر هوکړې وروسته به د قدرت د وېش لپاره اسلامي دولت یا اسلامي حکومت تاسیس کېږي او تر هغه به د هېواد چارې سمبالوي چې نوی اساسي قانون جوړ او سراسري ټاکنو ته لاره برابره شي.
قضایه قوه، مقننه قوه، اجرایه قوه، د اسلامي فقې شورا، د ملي روغې جوړې کمېسیون او پر اوربند د څار کمېسیون د دې طرحې نورې برخې دي.
خو طالبان بیا د دوی له خوا مصالحې شورا ته د داسې طرحې سپارل ردوي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک تېره شپه ناوخته کلید ته وویل چې په دې اړه خپرې شوې اوازې ناسمې او حقیقت نه لري.
تر دې وړاندې د مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون هم کلید ته ویلي وو چې د طالبانو له لوري دې شورا ته د سولې طرحې سپارل ناسم دي.


