په ورته وخت کې سي، ان، ان ټلویزیون هم د امریکا له دفاع وزارت څخه په نقل خبر ورکړی چې متحده ایالاتونو له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو بهیر پیل کړی او په خبره یې، دا پروسه په رسمي ډول د اجرا په حال کې ده.
د یادولو وړ ده چې د ناټو او امریکا د نوې پرېکړې له مخې به د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي او ناټو ځواکونه افغانستان پرېږدي.
طالبان هم له افغانستان څخه د بهرینو سرتېرو وتل نېک اقدام یادوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون شپه ناوخته کلید ته وویل چې د بهرنیو سرتېرو وتل غوره اقدام دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې تر مې میاشتې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو د ناټو او امریکا د نوې پرېکړې له مخې دا بهیر د سپټمبر تر ۱۱مې وځنډول شو.


