ads

د نهو خبریالانو وژل کېدو درېیمه کلیزه

نن د ثور یا غویي میاشتې لسمه نېټه د رسنیو د کور لپاره په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ بلل کېږي.

محمدخان بریال
10 غویی 1400
د نهو خبریالانو وژل کېدو درېیمه کلیزه

درې کاله وړاندې پر همدې نېټه نهه خبریالان د کابل ښار په شش درک سیمه کې د چاودنې پر مهال ووژل شول.

یاد خبریالان سیمې ته د خبري پوښښ لپاره تللي وو چې چاودنه پرې وشوه.

یار محمد توخی، غازي رسولي، نوروز علي رجبي، عبدالله حنانزی، فرشته درانۍ، سباوون کاکړ، سلیم تلاش، علي سلیمي او شاه مري فیضي هغه خبریالان وو چې په همدې ورځ د چاودنې قربانۍ شول.

د هغې چاودنې مسولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.
دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۰ کال کې، لږترلږه شپږ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د هدفي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د رسنیو فعالين له دولت په جدي ډول د خبریالانو د امنیت ټینګېدو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA