ads

خلیلزاد په دوحه کې له مذاکره کوونکو پلاوو سره کتلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د افغانستان د سولې له مرکچي پلاویو سره کتلي دي.

محمدخان بریال
10 غویی 1400
خلیلزاد په دوحه کې له مذاکره کوونکو پلاوو سره کتلي

د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بهیر خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، خلیلزاد په یاده ناسته کې د سولې د مذاکراتو د بهیر د ګړنديکولو لپاره د امریکا د هڅو په هکله بحث وکړ او یو ځل بیا یي له افغان حکومت او خلکو سره د خپل هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې طالبان هم د دوی او خلیلزاد تر منځ د کتنې خبر ورکوي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد او پلاوي سره کتلي دي.
د هغه په وینا، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان پر اوسني حالت، د سولې پر روانې پروسې او اړونده موضوعاتو خبرې وکړې.
دا کتنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې له نېږدې دوو میاشتو راهیسې په دوحه کې د مذاکره کوونکو پلاوو تر منځ کتنه نه ده شوې.
بلخوا، په پام کې ده چې تر کوچني اختر وروسته په ترکیه کې هم د افغان سولې په تړاو غونډه وشي چې د افغان حکومت او طالبانو مشران ور بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA