لومړۍ توپوهنه د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې ترسره کړه چې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۷۱منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې توپوهنه پیل کړه او د درې لوبغاړو په زیان سره یې یاده هدف په ۱۹م اور کې پوره کړ او د د اوو ویکټو په توپیر سره یې یاده سیالي وګټله.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو په دوام نن دوه سیالۍ تر سره کیږي، چې لومړۍ به ممبيي له راجستان سره او دوېیمه لوبه به د ډهلي له کلکتې لوبډلې سره مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ