ads

کامران خان: افغان جمهور رییس غني پاکستان ته پټ سفر کړی

د دنیا ټلوېزیون مشر او خبریال کامران خان د افغان جمهور رییس غني پاکستان ته د غیری رسمي سفر په تړاو خبر ورکړی دی.

شمس الرحمن شمس
9 غویی 1400
کامران خان: افغان جمهور رییس غني پاکستان ته پټ سفر کړی

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغان جمهور رییس محمد اشرف غني څو میاشتې مخکې د اسلام آباد چکلاله پوځي هوایي ډګر ته په پټه راغلی و او پر ته لدې چې له الوتکی کوز شي په الوتکه کې د پاکستان هېواد د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره لیدلي.

ده دا هم ویلي د سفر پټ پاتې کېدل د جمهور رییس غني غوښتنه وه.

بلخوا بیا د جمهور رییس د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل د دغو څرګندونو په غبرګون کې وایي، جمهور رئیس غني پاکستان ته وروستی سفر د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې کړی دی او له یاد سفر څخه وروسته یې پاکستان ته هېڅ سفر نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA