ads

په کونړ کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي په کونړ ولایت د یوه ځانمرګي بریدګر د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
9 غویی 1400
په کونړ کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی
کونړ ولایت

د یادې قول اردو مرستیال ویاند مقصود اغا کلید ته وویل، چې تېر ماښام یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ اړوند د بیلې په سیمه کې پر یوه پوسته بریدوکړي چې هدف ته له رسېدو وړاندې پرې خپل واسکټ چاودنه کړې او وژل شوی.

د نوموړي په خبره په پېښه کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه معلومه نه ده چې ځانمرګی برید د کومې وسله‌والې ډلې لخوا پلان ورکړل شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA