د یادې قول اردو ویاند ایمل خان مومند کلید ته وویل، چې افغان ځواکونو نن په غزني ولایت کې د یو لړ چاڼړیزو عملیاتو پر مهال ۲۲تنو وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په خبره دا مرګ ژوبله د غزني ولایت د مرکز اړوند اروز خورد او ارزو کلان په سیمو کې د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې اوښتې ده.
دی زیاتوي د عملیاتو په پایله کې ۱۶ تنه طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


