ads

ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي دي

د ملي امنیت څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړو ځواکونو یې تېره شپه د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې فارم هډې سیمه کې د شپینو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د منفي تبلیغاتو غړی مولوي روح الله او د هدفي وژنو غړی ساجد مشهور په امرخیل له یو بل شکمن کس سره یو ځای ژوندي نیولي دي.

ایمل عزیزي
9 غویی 1400
ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي دي

سرچینې زیاته کړې، چې مولوي روح الله به د عامه خلکو د اذهانو ګډوډ کولو په موخه یې د افغان حکومت ضد فعالیتونه کول او ساجد مشهور په امرخېل د داعش ډلې د هدفي وژنو هغه غړی دی چې د جلال اباد ښار په وروستیو هدفي وژنو کې یې لاس درلود.

 د مالوماتو له مخې د یادو عملیاتو ځواکونو یو د انځور اخیستو ډرون کمره، دوه د تفنګچې لیزرې او یو شمیر نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA