ads

سبا د افغانستان سولې په اړه په مسکو کې غونډه کېږي

ټاکل شوې چې سبا چین، روسیه، امریکا او پاکستان د ترویکا کنفرانس په چوکاټ کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

شمس الرحمن شمس
9 غویی 1400
سبا د افغانستان سولې په اړه په مسکو کې غونډه کېږي
په مسکو کې د چین امریکا او پاکستان غونډه

د افغانستان لپاره د روسیې هېواد ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د ټاس خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.

د سرچېنې په وینا په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د سولې پر مسئله، اوسني امنیتي حالت او ورته نورو مسایلو د څلورو هېوادونو استازي بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو د تېر ۱۳۹۹لمریز کال د کب میاشتې پر ۲۸مه نېټه د افغان سولې لپاره یو غونډه جوړه کړې وه چې د افغان حکومت، طالبانو د سیمې او نړۍ هېواودنو یو شمېر استازو پکې برخه اخېستې وه.

په هغه کنفرانس کې د افغان سولې خبرو په چټکېدو، د دوحې د خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان بحث او خبرې شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA