نوموړی وویل، افغانستان کې جګړه ددې لپاره نه وه چې نسلونو ته وغځیږي، د ده په خبره هلته هغه کسان هم وجنګېدل چې د دې جګړې د پیل پرمهال لازیږیدلي نه وو.
جوبایډن یو ځل بیا د خپلو ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د اُسامه د وژلو په هدف افغانستان ته تللي وو او اوس هغه هدف ته رسېدلي یو.
د نوموړي په خبره اوس وخت د دې راغلی چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي او خپلو کورنو ته ستانه شي.
د امریکا جمهور رییس همدارنګه وویل، افغانستان یوازې نه پرېږدي بلکې له دغه هېواد سره به د تروریزم سره د مبارزې به برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې جوبایډن د اپریل میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو امر کړی دی، خو طالبان بیا د دوحې تړون له مخې د بهرنیو سرتیرو پر وتلو ټینګار لري او وایي؛ که د دوحې تړون له مخې بهرني سرتېري ونه ووځي؛ نو دا به د دوحې له تړون څخه سرغړونه وي چې مسووله به یې امریکا وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

