ننګرهار کې له ۱۴زره ۳۳۲ تنو څخه د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، په ننګرهار کې د د دولسم ټولګیو د ۲۷۹۲ نجونو په ګډون ۱۴۳۳۲ تنو د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې چې د تېرو درې ورځو په موده کې بیومیټریک او د څلور ورځو په موده کې به ورڅخه د کانکور ازموینه واخیستل شي .