ads

ننګرهار کې له ۱۴زره ۳۳۲ تنو څخه د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، په ننګرهار کې د د دولسم ټولګیو د ۲۷۹۲ نجونو په ګډون ۱۴۳۳۲ تنو د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې چې د تېرو درې ورځو په موده کې بیومیټریک او د څلور ورځو په موده کې به ورڅخه د کانکور ازموینه واخیستل شي .

ایمل عزیزي
8 غویی 1400
ننګرهار کې له ۱۴زره ۳۳۲ تنو څخه د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس خلیل احمد بهسودوال وایي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې شفافیت ته زیان ورسوي.

د نوموړي په خبره  ننګرهار پوهنتون سږ کال د ۴۴۰۸ تنو محصلینو د جذب ظرفیت لري.

د یادولو وړ ده چې سږ کال به ۷۲ زره او ۱۷۴ تنه لوړو زړه کړو، ۳۰ زره او ۳۰۰ نیمه لوړو زده کړو، ۲۲زره او ۳۸۰ دارلعلومو او ۱۰ زره او ۳۱۰ تنه به د شپې پوهنتون ته ونیول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA