ads

جمهور رییس غني: د سولې لپاره یو واحد غږ او یووالي ته اړتیا ده

ارګ وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني د مجاهدینو د بریا ۲۹مې کالیزې په مناسبت ځانګړي پیغام کې د مبارکی ترڅنګ له افغانانو د سولې لپاره د یووالی غوښتنه کړې.

شمس الرحمن شمس
8 غویی 1400
جمهور رییس غني: د سولې لپاره یو واحد غږ او یووالي ته اړتیا ده
محمد اشرف غني

نن د ثور اتمه د افغان مجاهدینو د بریا ۲۹مه کالیزه ده.

جمهور رییس وایي، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخېستل شي.

نوموړی زیاتوي دا چې په جهاد کې د خلکو د بریا راز د دوی یووالی او ملي وحدت و، نو د سولې په پروسه کې هم یو واحد غږ او یووالي ته اړتیا ده.

جمهور رییس زیاتوي د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې تجربه کړې چې د بریا خوند یې تریخ کړ.

د ده په خبره  افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې لامل شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بین‌المللي انزوا کې پاتې شي.

جمهور رییس طالبانو ته په خطاب وویل، تېرو تجربو ته په کتو طالبان باید د افغانستان راتلونکي په اړه فکر وکړي او د تاوتریخوالي، ګډوډیو پر ځای د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي او خپلې سیاسې موخې دې له ډیمکراټیکو لارو ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدین د وخت د جمهور رییس ډاکتر نجیب‌الله واکمني ړنګه او قدرت‌یې په لاس کې واخیست.ش

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA