ads

بلینکن: هیڅوک بیا په افغانستان کې له کورنۍ جګړې سره علاقه نه لري

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي شونې ده چې افغانستان کورنۍ جگړې خواته لاړ شي؛ خو هیڅوک علاقمند نه دي چې افغانستان کې کورنۍ جگړه پیل شي.

شمس الرحمن شمس
8 غویی 1400
بلینکن: هیڅوک بیا په افغانستان کې له کورنۍ جګړې سره علاقه نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د مجاهدینو د بري د ورځې په درشل کې سي ان ان ته ویلي :(( هیڅوک بیا په افغانستان کې له کورنۍ جګړې سره علاقه نه لري.))

نوموړي ویلي، د افغانستان دولت او نه هم طالبان د کورنۍ جګړې له پیل سره علاقه لري او حتا د افغانستان هېڅ ګاونډی نه غواړي چې افغانستان کې دې بیا ځلې کورنۍ جګړې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه دا مریکا جمهور رییس جوبایډن اعلان کړی چې د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مه به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د بایډن له دې اعلانه وروستي وسله والو طالبانو په غبرګون کې وویل، په دوحه کې له امریکا سره د دوی د شوي تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د روانې اپریل میاشتې تر پایه پورې ووځي او که داسې و نه شي، د طالبانو په خبره دا به د دوحې له تړونه سرغړونه وي، چې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA