په کابل کې د امریکا سفارت سې شنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، ”په افغانستان کې د تښتونې، ترهګریزو بریدونو، موټر بم بریدونو خطر خورا ډېر دی او په اوسنیو شرایطو کې امریکا د خپلو وګړو د امنیت تظمینولو خورا لږه وړتیا لري. ”
د یادونې ده چې امریکا سفارت له دې مخکې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې ”د کوویډ – ۱۹، جرمونو، ترهګرۍ، ملکي نارامۍ، تښتونو او وسله والو شخړو له کبله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. ”
د امریکا سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، هغه افغانستان مېشت امریکایان چې غواړي سفر وکړي، ”د امکان تر حده ” ژر دې د شخصي هوايي شرکتونو په الوتکو کې له دې هېواده ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ اعلان وکړ، چې خپل ټول پوځیان د راتلونکي سپتمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسي.
د بایډن له دې اعلانه وروستي وسله والو طالبانو په غبرګون کې وویل، په دوحه کې له امریکا سره د دوی د شوي تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د روانې اپریل میاشتې تر پایه پورې ووځي او که داسې و نه شي، د طالبانو په خبره دا به د دوحې له تړونه سرغړونه وي، چې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


