هغه ټینګار کړی دی چې د کورونا دویمه څپه تر اولې او درېیمه به یې تر دویمې هغې ډېره خطرناکه وي.
نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنو او د کورونا واکسین پلي کېدو په برخه کې د دیني عالمانو او روغتیایي کارمندانو لارښوونو ته جدي پام وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې که چېرته هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو د کرونا درېیمه څپه به د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر ناورین رامنځته کړي.