ads

د اوبو ۱۳۳ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کرنې وزارت وایي، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د اوبو لګوونې ۱۳۳ شبکې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

محمدخان بریال
7 غویی 1400
د اوبو ۱۳۳ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کرنې وزارت د ویاند اکبر رستمي په وینا، دا پروژې په ننګرهار بلخ، هرات، لوګر، کابل، بادغېس، پروان، تخار، کندز او بدخشان ولایتونو کې پلې شوې دي.
هغه زیاتوي، په دې سره به ۵۶ زره او ۸۴۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو تر پوښښ لاندې شي.
د دغو شبکو پر جوړېدو ۴۲۶ میلیونه او ۵۲۵ زره افغانۍ لګښت شوی دی.
د کرنې وزارت وایي، د کرنیزو توکو وده د دې لامل کېږي چې په هېواد کې د لوږې کچه راټیټه شي او اقتصادي پرمختګ ورسره رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA